زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/08/20 - 04:17:4
زيارة: 233
مشاركة مع الـأصدقاء

سویس له خپلو جهیلونو د مهماتو ایستلو ته جایزه وټاکله
 سویس له خپلو جهیلونو د مهماتو ایستلو ته جایزه وټاکله

انصار: ( د زمري ۳۰مه)، هغه سیلانیان چې د لوسرین، تون یا نیوچتل جهیلونو د عکسونو د پوسټ کارډونو له لیدو خوند اخلي، که پوی شي چې د الپ د غرونو په لمنو کې تر دې اوبو لاندې څه شی دي، ممکن حیران شي.

د سویس پوځ په کلونو جهیلونه په دې باور د زړو مهماتو لپاره د امبار په توګه کارولي، چې هلته په خوندي ډول له منځه وړل کیدی شي.

اټکل کېږي چې یوازې په لوسرین جهیل کې ۳ زره ټنه مهمات شته او د نیوچتل په اوبو کې، چې د سویس هوایي ځواک تر ۲۰۲۱ پورې د بمبارۍ د تمرین لپاره ورڅخه کار اخیست، ۴ زره ۵۰۰ ټنه مهمات پراته دي.

ځینې مهمات له ۱۵۰ څخه تر ۲۲۰ مترو پورې ژور دي، خو نور یې د نیوچتل په جهیل کې د اوبو له سطحې څخه یوازې شپږ یا اوه متره لاندې دي.

اوس د سویس دفاع وزارت د دغو مهماتو د راایستلو هڅه کوي او اعلان یې کړی چې که چا د دغو مهماتو د راایستلو لپاره ښه نظر یا طرحه ورکړه نو ۵۰ زره سویسي فرانکه (تر ډالر لږ زیاتیږي) جایزه ورکوي.

درو داسي نظرونو یا طرحو ته جایزه ورکول کېږي چې پر اساس یې دا مهمات په خوندي ډول او بې له دې چې چاپېریال ته زیان پېښ شي، راوایستل شي. خو په مجموع کې به د مهماتو په ایستلو میلیاردونه ډالر لګښت وشي.

د سویس په جهیلونو کې ډېرې مرمۍ او مهمات اچول شوي او اوس یې د خوندیتوب په اړه پوښتنې په زیاتېدو دي.

د سویس تقاعد شوی جیالوجیسټ مارکوس بسیر، چې په دې موضوع یې حکومت ته مشوره ورکړې، لس کاله دمخه په یوه لیکنه کې د دغو امبارونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل، د مهماتو امبارونه دوه خطرونه لري. لومړی، دا چې تر اوبو لاندې دي، لا یې هم د چاودنې خطر شته، ځکه چې په ډیری قضیو کې اردو دا مهمات په اوبو کې تر اچولو مخکې د هغو فیوزونه نه دي لرې کړي.

بل د مهماتو له کبله د اوبو او خاورې د ککړتیا خطر شته - ډېر احتمال شته چې خورا زهرجن TNT د جهیل اوبو او رسوبات ککړ کړي.

دا یوازینی ځای نه دی چې د سویس حکومت پکې له غفلته کار اخیستی دی. تر دې پخوا په ۱۹۴۷ کې د الپ غرونو په میتولڅ (Mitholz) کلي کې د پوځ په زېرمتون کې چاودنه وشوه او ۳ زره ټنه مهمات وچاودېدل چې له کبله یې ۹ تنه ووژل شول. د چاودنې غږ دومره لوړ و چې د پېښې له ځایه ۱۶۰ کیلومتره لېرې په زوریخ کې واورېدل شو.

درې کاله وړاندې پوځ وویل چې په غره کې ۳۵۰۰ ټنه ناچاودلي مهمات لا هم خښ دي او خوندي نه دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33063






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم